Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ات اح ار اس اش ان او اي اک اې
اشر

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

اشرباڼی

هغه سړی چي د اشر له پاره ټاکل کيږي، اشرباڼی بلل کيږي. په عامو خدمتونو کي برخه اخيستونکي ته اشرباڼی ويل کيږي. کوم حيوان چي د سړي په عوض اشر ته لېږل کيږي، هغه اشرباڼی بولي. هغه اشر چي د ټول کلي د ګډي ګټي دپاره کيږي نو اشرباڼی خپله ډوډۍ د کوره ور سره وړي، خو که اشر د قبيلې د مشر يا خان دپاره کېدی، نو هغه به اشرباڼو ته ډوډۍ ور کوي. اشرباڼی بايد د کار وسايل لکه يوم، کلنګ او داسي نور شيان د کوره ور سره يوسي، خو کله چي دا اشر د خان او مشر دپاره وي، نو په وسايلو کي هغه مرسته ور سره کوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]