Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
تا تخ تر تل تو تي تړ تې
تړ تړو

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

تړون

تړون يو قومي تعهد دئ، چي په دايمي او موقتي ډول تړل کيږي. يو شمېر خېلونه چي نژدې سره واقع وي، په مختلفو مواردو کي تړون سره کوي. تړون د تړ سره توپير لري، چي تړ اکثراً د ګډ کار په ساحه کي تر سره کيږي او تړون په قومي او قبيلوي مسايلو کي يو اتحاد دئ. مثلاً خرسين او سيدګي چي د وزيرو سره نژدې اوسي، نو د وزيرو سره يو تړون لري، چي خپلي متنازع فيها مسئلې په روغه او خبرو سره حل کوي. تړون په لرغونو قبيلو کي هم وو، چي مثالونه ئې په امريکايي هندي قبيلو کي خورا ډېر ليدل کيږي. د تړون ډېر مترقي شکل چي په قبيلوي ساحه کي مو هغه د هغو خېلونو تر منځ تړون وو، چي د ميرويس نيکه د مانجې او د احمد شاه بابا د جوغې ايښوولو په وخت کي د کندهار په شېر سرخ کي وسو. تړون لکه د تړه سره چي توپير لري،نو د ګوند سره هم توپير لري، چي دا به د ګوند په رديف کي شرح سي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]