کاکا تره دئ، چي په لوېديځه خوا کي اکا ورته وايي. د تره او وراره په منځ کي جوړه چندان نه کيږي او په عامه اصطلاح کي تره د وراره په حق کي تېری کوونکی بلل کيږي. په خاص ډول د ميراث د وېش پر وخت. متل: (خدای خبر دئ، چي تره کاپر دئ). کنايتاً هر مشر سړی چي د پلار پر ځای وي، تره بلل کيږي. تره د ورور تر مرګ وروسته د هغه واړه اولاد ته د وصيي په حيث ځای نيسي، دا نو د متوفي په وصيت او غوښتنه هم اړه نه لري، بلکي که هغه هم يو بل څوک وټاکي، نه قبليږي او دا پر حق تېری بولي. تره د ورور د کونډي واکدار دئ او د ورور په مال کي هم د هر ډول تصرف حق لري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]