Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
پر پز پس پل پن په پو پي پټ پچ پړ پښ پګ پې
پلر پلو

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

پلرينه

په يوه خېل کي په يوه پلار (پښه) سره شريک واحد پلرينه ده. په پلرينه سره شريک هر يو د پلريني د بل غړي د ننګي په ساتلو مکلف دئ او د تربور په نامه ياديږي. په قبيله کي لومړی حساب د پلريني څخه را پيل کيږي، څو تر خېل او ټبر پوري رسيږي. په پلرينه کي د ميراث د انتقال مسأله ډېره مهمه ده، خو دا کار همېشه د نرخ تر حساب لاندي وي. کله چي په پلرينه کي يو سړی مړ سي، نو که ئې زوی، ورور او يا نژدې تربرونه درلود، ميراث ئې پلريني ته وېشل کيږي. که په پليريني کي يو سړی د بېګانه پلريني له خوا ووژل سي، نو د قاتل تعقيب او د وار اخيستل د ټوله پلريني وظيفه ده. که دغه ملزم بخښل کيږي، يا روغه ور سره کيږي، نو دا هم بايد د پلريني په مصلحت وسي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]