Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
پر پز پس پل پن په پو پي پټ پچ پړ پښ پګ پې
پسه

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

پسه حلالول

کله چي په قبيله کي کوم سړی د بلي قبيلې له سړي يا کورنۍ سره په بدۍ اخته سي، نو په خپل خېل يا په ګوندۍ کي د خپل خېل پر کورنۍ پسه حلالوي او په دې ډول د هغو څخه مرسته يا سيله غواړي. دغه عمل ته پسه حلالول وايي. د پسه حلالولو رسم داسي پر ځای کيږي، چي مرسته غوښتونکي پسه له ځان سره بيايي او د هغه چا د کلا په دروازه کي د پسه پر غاړه چاړه کشوي، چي مرسته يا سيله ځني غواړي. د دغه کورنۍ خاوند چي پسه ئې پر درګاه حلال سوی وي، دغه پسه پخوي او خپل د پلرينۍ او خېلخانې خلک را غواړي او بيا د مرسته غوښتونکي سره د مرستي پر امکاناتو ږغيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]