هډ ماتی په اصطلاح کي دوو طرفو ته استعماليږي، که څوک بل څوک مړ کړي، نو قاتل ته هم هډ ماتی وايي او د مقتول ورور او پلار هم هډ ماتی بولي. په عام ډول د مقتول د پلريني خپلوانو ته د هډ ماتي خطاب کيږي، ځکه دا هډ په هغو کي مات سوی دئ، يعني د پښې او پلريني غړی ئې وژل سوی دئ.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]