Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
با بخ بد بر بل بن بو بي بټ بډ بې
بند بنډ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

بنډار

په لوېديځه خوا کي مجلس ته بنډار وايي. عموماً د بزم محفل بنډار دئ، خو په اورګون کي د قومي تړون له پاره غونډه بنډار بولي، په خپه دغه قومي تړون هم بنډار بلل کيږي. په لوېديځه خوا کي دا کلمه په بانډار هم تلفظ کيږي او هغه سړی چي په دغسي مجالسو او محافلو کي ګډون کوي، بانډاري بلل کيږي. غالباً چي دا به د (بانډې) د کلمې سره هم رابطه ولري، ځکه په بانډو کي دغسي بانډارونه جوړيږي، يعني د بانډې مجلس بانډار دئ. په هغو قبيلو کي چي بنډار د قومي تړون په مفهوم اخلي، نو کله چي يو سړی قومي غونډي ته روان وي، وايي بانډار ته ځم. په داسي حال کي چي په لوېديځه سيمه کي داسي ووايي، نو دا مفهوم ځني اخيستل کيږي، چي د ټنګ ټکور مجلس ته روان دئ.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]