Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
وا ور ول ون وي وې
واد واښ واک

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

واک

واک د اختيار مفهوم لري. هر قبيلوي سړی د واک خاوند دئ. د واک حدود په نرخ کي ټاکلی دئ. د نرخ څخه دباندي د واک څخه د استفادې حق چا ته نه سته. واک عموماً د مرکې په وخت کي استعماليږي. کله کله يو سړی چي خپل واک مرکې ته ور کوي، نو دا مرکه هم د (واک مرکه) په نامه ياديږي. د (واک د مرکې) پرېکړه نه ماتيږي او فيصله به ئې دواړي خواوي مني. واک په دوه اړخيزه ډول ور کول کيږي، يعني کله چي يوه خوا واک مرکې ته ور کوي، مقابل خوا هم بايد دا کار وکړي. هغه څوک چي په يوه ټاکلې قضيه کي د نورو له خوا مسؤل کيږي او د ده رضايت پکښي نه وي، نو وايي چي واک ئې پردی دئ، يعني خپل اختيار نه لري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]