Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
وا ور ول ون وي وې
واد واښ واک

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

واده

د نر او ښځي نکاح ته واده ويل کيږي. د واده محفل ته هم واده وايي. خرڅ ته هم کنايتاً واده ويل کيږي. په حقوقي ساحه کي هر نارينه او ښځه د واده حق لري، خو دا واده ئې بايد د قبيلوي عرف په ساحه کي وي. يو قبيلوي سړی کولای سي چي د نابالغي نجلۍ سره واده وکړي. په بې‌خبرۍ کي د داسي يوې پېغلي سره چي هغه بل چا ته ور کول سوې وي، واده کول، د بل پر ناموس د تجاوز حکم لري. که دغه کار په بې‌خبرۍ وکړي، نو هم به دا ښځه پريږدي او هم به يوه بله ښځه د هغې ښځي د اصلي مېړه تربرو ته ور کوي. د هغي کونډي سره په زوره هم واده روا کار دئ، چي ده ته پاته سوې وي. هغه سړی چي ورک يا مسافر وي اوښځه ئې د پلار پر کور پاته وي، نو د زوم خپلوان کولای سي، چي د ټوپک يا توري سره د ناوي واده وکړي او ناوې کور ته راولي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]