Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
نا نر نغ نن نه نو ني نې
نه

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

نه ګونه

نه ګونه د غلا د تاوان معياري حد دئ. هر څوک چي هر شی غلا کړي، بايد تاوان ئې نه چنده ور کړي. دا د قبيلوي نرخ يوه ثابته مقرره ده. که غويی غلا کړي، تاوان ئې نه غوايي دي،که پسه غلا کړي يا بل هر شی چي په پټه واخيستل سي، نو د نه ګونه په معيار به تاوان ور کوي. د غلا په برخه کي نه ګونه د پښتو په ټولو خېلو کي يو ثابت نرخ دئ. په خاص ډول په کوچيانو کي په ډېره پاملرنه سره دغه نرخ محکم او ټينګ ساتل کيږي. نه ګونه د عيسی اوموسی په دواړو نرخونو کي يو راز دئ او د رزمک څلورو نرخيانو په نرخ کي هم دغه مقرره ده، چي پالل کيږي. د لوېديځو خواوو په قبيلو کي د نه ګونه مقرره اوس ډېره نه ليدل کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]