Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
نا نر نغ نن نه نو ني نې
نغر

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

نغری

په کور کي هغه ځای چي هلته اور بلول کيږي، نغری بلل کيږي. په عنعنوي ډول نغری مقدس دئ او په درنه سترګه ورته کتل کيږي. په نغري قسم کيږي او نغري ته په سپکه سترګه کتل شرم لري. ډېری ښځي چي نغری تودوي، لومړی ئې مچوي او بيا اور پکښي بلوي.دا رنګه کله چي ناوې د زوم کره را وستل سي، نو لومړی ئې نغري ته بيايي او بيا ئې کوټې ته ورولي. په متل کي وايي: «نغری د کاله مشر دئ». پر نغري کورنۍ را ټوليږي او د اتحاد مرکز دئ. د نغري ايرې هم هر ځای نه غورځول کيږي، بلکي په يوه داسي ډب کي ئې اچوي، چي هلته نوره ناپاکي نه غورځول کيږي. نغری د برکت او خير منبع بولي او په دعا کي وايي چي نغری دي مه سړېږه.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]