Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
نا نر نغ نن نه نو ني نې
نرخ نري

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

نرخيان

په نرخ (قبيلوي قانون) پوه کسان نرخيان بلل کيږي. نرخيان د جرګو او مرکو غړي وي او هلته د نرخ سره برابر د پرېکړي په باب مرکې ته مشوره ور کوي. دوی د حقوقي تعاملاتو په ټولو جزئياتو خبر وي. نرخيان او تولګر يو مفهوم لري، خو د نرخيانو اصطلاح تر تولګر ډېره عامه ده. په ځينو سيموکي جرګه‌مار ورته وايي او دغسي کسان د پخې تجربې او فهم خاوند ژبور خلګ وي. ضرور نه ده چي يو نرخي په قبيله کي د قومي پښې يا اقتصادي قدرت خاوند او بيا د مرکې غړی سي،بلکي د قبيلې يو کمزوره نېستمن سړی هم نرخي کېدلای سي، خو دا مقام هغه وخت ور کول کيږي، چي په نرخ به پوره خبر وي (۱). (۱): د ننګرهار د پخواني سناتور آغاجان يادداښت.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]