Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
با بخ بد بر بل بن بو بي بټ بډ بې
بند بنډ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

بند

بند د مانع مفهوم ور کوي او تعاملي اړيکو کي هغه ممانعت دئ، چي پر بدي ولګول سي او روغه دوام ومومي. بند د تيږي، ډبري، کاڼي د ايښوولو مفهوم ته نژدې معنا لري، چي متارکه پر بنا کيږي. په ځدراڼو کي بند او تيګه يا تيږه دواړه سته او داسي معلوميږي، چي تيګه د لويو مسايلو له پاره او بند د وړکو بديو د مخنيوي له پاره د مرکې له خوا ايښوول کيږي. ما ته دين محمد ځدراڼ وويل، چي په ځدراڼو کي (تيګه) او بند دواړه سته. خو محمد هاشم علي‌خېل وويل چي په پکتيا کي (البته په غلجي قبيلو کي) تيګه نسته، همدغه يوازي بند دئ، چي په عامه اصطلاحي مکالمه کي ځای لري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]