Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
مخ مر مس مش مل من مو مي مټ مځ مچ مړ مڼ مې
ميا مير مين

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ميراث

د مړ هغه مال چي حقدارانو ته وېشل کيږي، ميراث بلل کيږي. د پښتنو په قبيلوي تعامل کي ميراث يوازي نارينه‌وو ته رسيږي او ښځه ميراث نه سي وړای. ښځه په خپله د ميراث جز ده او د نرخ مطابق لېور ته او بيا د مېړه تربرو ته ور رسيږي. په دغسي مورد کي ښځي ته کونډه ويل کيږي او دا متل هم ويل کيږي: «کونډه د کام ده»، معنا دا چي که په لېورو او نورو خپلوانو کي څوک نه وي، نو له کام څخه وتلی نه سي او دا د کام ميراث په حق کي راځي. په قبيله کي ميراث د مشر دئ، دا نو که د خېلخانې مشر وو او که د قبيلې د پلار مشر زوی اول ميراث خوري او نور دده کشران دي. کله کله چي کشران د مشرانو سره په رقابت کي ودريږي، نو پر ميراث لويي قومي بدۍ را ولاړيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]