Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
مخ مر مس مش مل من مو مي مټ مځ مچ مړ مڼ مې
ميا مير مين

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ميرا

ستانه قبيلې ته منسوب مشر ته ميرا ويل کيږي او په ځينو قبيلو کي د ميرا له نامه سره دا عالاحقه هم ملګرې وي، چي دا ئې د ستانه‌توب علامه ده. ميرا د سيادت په خاطر د عزت خاوند نه دئ، بلکي د قبيلوي اقليتونو څخه ميراګان را پورته کيږي او په قبيله کي ځای نيسي. ميرا اکثره دعاګاني کوي، کله کله تعويذونه هم کوي او په ځينو وختو کي ناروغان دموي او کله بيا دواوي ور کوي. ميراګان په جرګو او مرکو کي هم کله کله ګډون کوي او ځای ئې د مشرانو په سر کي وي. د ميرا سره د کلي او قبيلې خلګ مرسته کوي، خو دا مرسته د خيرات په نامه نه يادوي، بلکي د تحفې او سوغات په شکل ئې ور ليږي. ميراتوب په ميراث هم پاتيږي او د ميرا زوی ته هم ميرا ويل کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]