يو څوک تېري ته تحريکول، بلوسول بلل کيږي. که يو څوک کوم سړی بلوسې ته تحريک کړي، دا د يو جرم مرتکب ګرځي او په قومي نرخ کي مجازات لري. په ځينو وختونو کي مطلق تري ته بلوسول وايي. مثلاً وايي: (کور د بلوسې څخه په امان دئ)، د دې خبري معنا دا ده، چي کور مصؤن دئ او څوک د تېري حق نه پکښي لري. هغه څوک چي د مرکې او جرګې پر پرېکړه نور بلوسي، دا يو غټ تېری دئ او که کوم څوک دغسي کار وکړي، غټه ناغه ځني اخيستل کيږي. که يوه قبيله د بلي قبيلې په مقابل کي تخريبي کارونه کوي او هغه د يوې دريمي قبيلې له خوا تحريک سوې وي، نو وايي چي دا خېل د ها بل خېل له خوا بلوسېدلی دئ.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]