کوم څوک چي د دوو کسو يا دوو ډلو يا دوو قبيلو تر منځ په يوه ټاکلې قضيه کي وساطت کوي، هغه ميانځګړی بلل کيږي. په لويو پېښو او دعوو کي څو کسه د ميانځګړو په حيث ټاکل کيږي او هغه تر وساطت وروسته د اجورې حق هم لري. ميانځګړی چي د جمع په صورت استعمال سي، د دريمانو دريمګړو سره نژدې مفهوم ور کوي، خو بيا هم توپير سره لري؛ غټ توپير ئې دا دئ چي دريمان او دريمګړي په کوچنيو ټولو پېښو کي د وساطت وظيفه پر غاړه اخلي، خو منځګړي مصؤنيت لري اوکه زيان ور ورسيږي، تاوان لري او د عزت پر ځای کولو له پاره به شرم هم ور کول کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]