منکر انکار کوونکی دئ؛ په قبيلوي قانون کي منکر ته قسم کيږي او پر منکر که د جرم اثبات وسي، نو سزا ئې د نرخ سره سمه زياتيږي. يو سړی که د جرم له وقوع سره اقرار ور کړي او د نرخ مقررات ومني، هغه ته د سزا دروندوالی هم سپکيږي، خو که انکار وکړي، نو سزا ئې زياتيږي او که پر انکار پسي ټينګ سو، نو هر څومره چي په انکار کي وخت پر تېريږي، په هغه تناسب ئې پر تاوان هم زياتوب راځي، منکر يوازي په لوړه او قسم هم نه سي خلاصېدلی، بلکي تر قسم پخوا د پېښي او شهود په مرکه کي تر غور او بحث لاندي نيسي او که ټولي لاري بندي وي، نو بيا منکر ته قسم ور کول کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]