Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
مخ مر مس مش مل من مو مي مټ مځ مچ مړ مڼ مې
موا مور مون موټ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

مونجی

په پښتو قاموس کي مونجی د چملک اوبيني‌پچق په معنا راغلی دئ، خو په اصطلاح کي کوم څوک چي په جګړه کي ئې پزه ماته سي، هغه مونجی بولي. په نرخ کي مونجی تاوان لري، چي د تېري کوونکي څخه اخيستل کيږي. په اور کي د يو چا اچول، چي اندامونه ئې سره را ټول سي، دې ته هم مونجی وايي. د زرملي په سلېمان‌خېلو او خوازکو او داسي نورو قبيلو کي مونجی کول د بدلې په قانون په مرګ تلقي کيږي، ځکه چي يو مونجی سړی په هغه مفهوم چي اندامونه ئې سره ټول سي، د مړو په حساب راځي، نو ځکه تاوان ئې هم د يوه انسان د پوره خون سره برابر ګڼل کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]