د خوست په اصطلاح کي موره يا مورزنه هغه ښځه ده چي د خپل مېړه په پټه د بل چا سره يارانه ولري او د مېړه مال هم په خپل يار خوري. يوه ښځه کي مورزنه سي، د هغې وژل مجاز کار دئ او څوک چي دغسي کار وکړي، هغه د اثبات له پاره په علتي ډول په مرکه کي نه پوښتل کيږي، بلکي سپينږيري په خصوصي توګه پوښتنه ځني کوي، کله چي د دې د وژلو په مسئله کي دا سړی حق په جانب وبلل سي، نو هغه بل سړی چي د مورزني په يارانه متهم وي، جرم ئې په خپله ثابته دئ، بايد سم دستي ووژل سي. د داسي سړي ننواتي او مرکه په هيڅ صورت نه قبليږي (۱). (۱): د پکتيا د سرحداتو مرستيال -حکم خان- د خوست اوسېدونکي يادداښت.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]