Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
مخ مر مس مش مل من مو مي مټ مځ مچ مړ مڼ مې
موا مور مون موټ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

مواد سنګ

په شينوارو کي قبيلوي نرخ ته مواد سنګ وايي. مواد سنګ هغه ټوله مقررات احتوا کوي، چي په حقوقي او جزايي تعاملاتوکي داخل وي. مواد سنګ همدغه نرخ دئ چي د ټاکلو مسايلو د حل له پاره د تعامل او عنعنې په شکل پاته وي، البته دا خبره يو څه زياته څېړنه غواړي چي دا کلمه څرنګه او څه وخت او د کومو عواملو له مخي د نرخ د کلمې پر ځای درېدلې ده. ما په جلال‌آباد کي د شينوارو د يوې مرکې د غړو له خولې واورېدله، خو په دې نه يم بريالی سوی، چي نوره څېړنه ئې وکړم.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]