Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
مخ مر مس مش مل من مو مي مټ مځ مچ مړ مڼ مې
موا مور مون موټ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

مور

د اولادونو زېږوونکې ښځه مور ده، مور دروند او محترم مقام لري. مور د کورنۍ مشره ده او تر پلار را لاندي مقام لري. په عامه اصطلاح هره ښځه چي اولادونه لري يا ئې زېږېدلی نه وي او په عمر پخه وي، ټولو ته د مور حيثيت لري. که يو سړی سپين‌سري ښځي ته بد خطاب وکړي، نو نور وايي چي مور ته ئې په بده سترګه وکتل. که يوه مور د زوی له لاسه سپين‌ږيرو ته شکايت وکړي، نو هغه بې له دې چي د هغه خوله وپوښتي، ملامت ئې بولي، ځکه د مور مينه دا هيڅ کله نه قبلوي چي د زوی په بده دي رواداره سي، کله چي په يوه ټاکلې پېښه کي د شاهدي ضرورت وي، نو د زوی په باب د مور نظر او شاهدي د قبول وړ نه بلل کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]