د قبيلې مشر ته ملک هم وايي. ملک د قبيلې د پېښو څارنه کوي او په مهمو وختونو کي د قبيلې خلګ له پېښو څخه خبروي. د ملک کلمه باالعموم په هغو سيمو کي چي د دولتي موسساتو تر ادارې لاندي راغلي وي، ډېر رواج لري. په دغسي قبيلو کي ملک د قبيلې او دولتي ادارو تر منځ د يو رابط حيثيت لري. هغه خانان چي قبيلوي اعتبارات ئې د قبيلوي تکاني کېدو سره لوېدلي وي، د ملکانو په شکل را پورته کيږي. ملک د خپل کار د اجرا له پاره يو نفر ساتي، چي هغه ته (بچوړی) وايي. په هغو قبيلو کي چي خان لا په قوت وي، ملک د هغه په اعتبار کار کوي، خو ښاري سيمو ته نژدې قبيلې چي د خانۍ له نفوذ څخه وتلي وي، چاري ئې ملک سمبالوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]