په لغوي معنا ملاتړ، همکار، ملګری دئ، خو په تعاملي اصطلاح کي درې مفهومه لري، چي په لاندي ډول دي: يو د دښمن څارونکي ملاتړ يا ملهتړ بلل کيږي، بل د کورنۍ بالغ نارينه چي توپک استعمالولی سي، هم ملاتړ بولي او دريم د ګوند په کړۍ کي د بدۍ پر وخت مسلح ملګري ته هم ملاتړ وايي. په قبيله کي د کورنيو يا خېلخانو حساب د ملاتړ په تناسب کيږي. په ځاځيو کي دغه ملاتړ ته مېړه وايي. د ملاتړ په حساب لښکر جوړيږي او يوه قبيله کولای سي چي تر جګړې پخوا د نورو په ګوند شريکو قبيلو د ملاتړ په حساب لښکري حساب جوړ کړي. په دغسي مهال کي وايي چي پلانکۍ قبيلې دومره ملاتړ مرسته را ولېږل. ملاتړ يو قبيلوي مسلح سړی دئ، چي هر وخت د قبيلې د مشر په قومانده جګړې ته حاضر وي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]