Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
پر پز پس پل پن په پو پي پټ پچ پړ پښ پګ پې
پزه

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

پزه پرېکړه

پزه پرېکړه په (سپين پرهار) کي راځي. کوم څوک چي د چا پزه پرې کړي، هغه به تاوان ور کوي. د احمدزيو په نرخ کي پزه د نيم خون تاوان لري، خو که د يو سړي تر وژلو وروسته د هغه پزه هم پرې سي، په دې ډول نو د پوره خون په تاديه مکلف کيږي. په لوېديځه خوا کي دغه سړي ته پزه‌پرېکړی وايي. دا د (بوچي) او (مونجي) سره يو شان حکم لري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]