ارتينه (ماندينه) ده. په حقوقي لحاظ ارتينه تر مېړه کښته موقف لري. دا کلمه د تابع او کمزوره دپاره هم استعماليږي. مثلاً وايي: (پلانکی مي ارتينه هم نه ده). په لغوي لحاظ د ښځي معنا هم لري. د ارتيني کلمه په ټولو پښتنو کي د ماندينې په مفهوم اخيستل کيږي، خو په لوېديځو قبيلو کي د ارتيني کلمه په عام ډول د ماندينې د کلمې په عوض استعماليږي او ماندينه زياتره د توهين په مورد کي استعماليږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]