Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
پر پز پس پل پن په پو پي پټ پچ پړ پښ پګ پې
پړ پړو پړی

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

پړونی

پړونی يا پوړنی او ټکری يو مفهوم لري او په مجازي ډول د ښځي مفهوم ور کوي. پړونی په پښټنو کي مقدس دئ، وايي چي په قافله کي به ښځه وه، نو غله به نه ور نژدې کېدل او دا ئې د پړوني درناوی وو. په کومه پېښه کي چي ښځه د شفاعت دپاره پښه کښيږدي، نو وايي چي د پړوني په روی ئې مدعي وباخښه او دا د غيرت نخښه هم ده، يا وايي چي په پړوني کي ئې ور وباخښه، يعنی هغه مجرم ته ئې بخښنه وکړه. د (ورېنداري پړونی) خاصه اصطلاح ده، يعني د ورور د ناموس ساتنه د هر سړي فريضه ده. تر پړوني لاندي کېدل د بې غيرتۍ نخښه ده، مثلاً وايي: (پلانکی تر پړوني لاندي پټ سو). (پړونی پر اچول) معنا دا چي د څادر تر حمايت لاندي ئې ونيوی. دغسي پناه چي څوک واخلي، موقت امن ور کول کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]