Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
پر پز پس پل پن په پو پي پټ پچ پړ پښ پګ پې
پر پرد پره پرې

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

پرېکړه

پرېکړه د فيصلې مفهوم ور کوي. د دوو مدعي خواوو تر منځ چي مرکه او جرګه فيصله وکړي او دواړي خواوي په قانع سي، دې ته نو پرېکړه وايي. د پرېکړي څخه مخه اړول تاوان لري. کوم څوک چي په لويو پرېکړو کي، چي قومي رنګ ولري، دغسي کار وکړي، نو اکثراً ئې سزا د کور سوځل وي. په کوچنيو پېښو کي د پرېکړي نه قبلول يوازي د برمتې په نه ور کولو سره فيصله کيږي. د نرخ حکم دا دئ، چي هره پرېکړه پر څرګند ډول دواړو خواوو ته اعلان سي. کله کله لويي پرېکړي د قبيلې په عمومي محضر کي اعلانيږي، چي ټول د قبيلې غړي په خبر سي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]