Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ات اح ار اس اش ان او اي اک اې
ارب ارت

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

اربکی

قومي سپايي ته اربکی وايي. (په پکتيا کي) اربکی هغه موظف سړی دئ، چي د جرګې فيصلې د تطبيق په صحنه کي څاري او که څوک د قومي فيصلې څخه سر وغړوي، اربکی مجازات ور کوي. دغه مجازات نو د مجرم د کور سوځل دي. اربکی د مير د امر تابع دئ. اربکی په قبيله کي خاص مصؤنيت لري او څوک نه سي کولای، چي هغه ته زيان ورسوي او که کوم څوک دغه کار وکړي، هغه ته سخته سزا ور کول کيږي. اربکی په جنوبي قبيلو کي تر دا وروستيو نژدې وختونو پوري په قومي چارو کي وظيفه‌دار ول. اربکی د يو لرغوني عرف د یقاياوو څخه دي. په آريايي قبيله کي دغسي قبيلوي سپايي د جګړې په وخت کي په قبيلوي جګړو کي د ټولګيو مشر او په عادي حال کي به ئې امن ساتی.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]