Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
پر پز پس پل پن په پو پي پټ پچ پړ پښ پګ پې
پر پرد پره پرې

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

پر مېلمه د ډزي تاوان

که يو څوک د يو چا پر مېلمه ډزه وکړي، نو د دې ډزي څخه که هغه زخمي سي او ډزه هم عمداً سوې وي، دوه چنده پور اخيستل کيږي. که سهواً ډزه سوې وي، يو سلو پنځوس روپۍ پور لري. که له دغي ډزي څخه مېلمه مړ سي، دوه چنده خون به ور کوي او پر دې سربېره د کوربه د کور د شرم په نامه به کوربه ته هم يو ټاکلی مبلغ ور کوي. که د کوربه مدعي د کوربه د وژلو له پاره راغلی وي او په خطا کي مېلمه په ډزه مړ کړي، نو په داسي صورت کي کوربه د پور څخه خلاص دئ او د مېلمه پور به ويشتونکی ور کوي. په دې ډول پېښه کي کوربه د مېلمه پر قاتل د شرم حق نه لري، بلکي په خپله به هم يو څه پيسې د مېلمه کورنۍ ته د شرم په نامه ور کوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]