Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
پر پز پس پل پن په پو پي پټ پچ پړ پښ پګ پې
پر پرد پره پرې

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

پر خره سپرول (سورول)

يو مجرم سړي ته مجازات ور کول، په عامه اصطلاح د خره سپرول (سورول) وايي. په خاص ډول څوک چي د بل چا ناموس ته په سپکه وګوري، نو دغسي سړی که ئې جرم ډېر دروند وي، وژل کيږي او که سپک وي، داسي سزا ور کول کيږي، چي د هغه شرم ډېر زيات وي. دغسي سزا ته پر خره سپرول (سورول) وايي. عملاً هم په ځينو قبيلو کي مجرم پر خره سپروي (سوروي) او مخ ئې ور توروي. په ځينو سيمو کي ئې پر مخ خټي ور موږي. د مسجد او زيارت د شيانو غله ته باالعموم دغه مجازات ور کول کيږي. دغسي سزا د قبيلې يوه اصلي غړي ته ډېره کمه ور کول کيږي. اکثراً هغه اقليتونو ته لکه ډم، جولا، ترکاڼ، آهنګر او نور چي د دوی سره اوسي، که کوم جرم وکړي، د خره سپرولو (سورولو) سزا ور کوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]