Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
با بخ بد بر بل بن بو بي بټ بډ بې
بېل بې‌

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

بې‌وسه

هغه سړی چي د دعوې توان نه لري، د دغسي سړي سره خپل خېل او خېل‌خانه مرسته کوي. څرنګه چي قبيلوي غرور هر سړی د خېل د حق مدافع بولي، نو ئې و شي ته څه په ښه نظر هم نه کتل کيږي او د قبيلې په شرايطو کي که دغسي څوک پيدا هم سي، نو په کښته نظر ورته کتل کيږي. هغه څوک چي په خېل‌خانه کي بې‌وسه سي، نو د وروستي سړي پر ځای دريږي. همدارنګه خېل او قبيلې چي بې‌وسه سي، هم دغسي موقف پيدا کوي. بې‌وسه سړی اکثراً د خېل‌خانې څخه ځي او قبيلې چي بې‌وسه سي، د اصلي ځای څخه بلي سيمي ته مهاجرت کوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]