Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
مخ مر مس مش مل من مو مي مټ مځ مچ مړ مڼ مې
مل ملا ملک

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ملا

مذهبي مشر ته ملا ويل کيږي. ملا سربېره پر دې چي مسجد ساتي، لمونځونه ور کوي؛ د مړي د ګور او کفن خدمت هم کوي، نکاحي تړي. ملا د سپين پټکي په نامه په ننواتي کي هم ځي او کله چي د دوو قبيلو تر منځ توده جګړه روانه وي، نو ملايان قرآنونه پر سر نيسي او د جګړې ډګر ته داخليږي او په دې ډول جګړه بندوي. کله کله په جرګه او مرکه کي اصلي غړيتوب اخلي، خو په لويو جرګو کي ملا د جرګې اصلی غړی نه وي، بلکي د دعا له پاره هلته ور ځي، په دغسي جرګو کي ملا د جرګې څخه ليري کښېني او کله چي جرګه فيصله صادروي، نو ملا ته دعوت ور کوي او هغه د خير دعا کوي. د ځينو جرګو په پای کي چي خيرات کيږي، د هغه سرپرستي نو په منظم ډول د ملا پر غاړه وي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]