Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
مخ مر مس مش مل من مو مي مټ مځ مچ مړ مڼ مې
مسا

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

مسافر

هغه سړی چي د کور او وطن څخه پر بله خوا تللی وي. مسافر چي نورو سيمو او قبيلو ته ور شي، هلته د مېلمه په حيث د مېلمه د ټولو حقوقو خاوند دئ. په خپله قبيله کي د مسافر کور که څوک هم نه لري، د قبيلې په ټوله حفاظت کي وي، که د مسافر دروازې، دېوال، کږدۍ، کوډۍ يا کوډخۍ ته څوک ور رسوي، نو سربېره پر تاوان د مسافر د شرم په نامه هم بايد څه تاديه ور کړي. په لوېديځه خوا کي وايي: «د مسافر عزيز، سپي ته به هم چغه نه وايې!». مسافر چي راسي، بايد ټوله قبيلوي خپلوان ئې مېلمه کړي، خو مسافر به هم دوی هر يوه ته سوغات ور کوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]