په ګډه يو کار کول (بلندره) ده، چي د (اشر) مفهوم هم ور کوي، خو باالعموم د جګړې په وخت کي د ګډ هجوم معنا ځني اخيستل کيږي. د (اورګون) په خروټو او منګلو کي د يوې کورنۍ د دستهجمعي وژلو تصميم چي د يوې ډلي له خوا په ګډه نيول سوی وي، (بلندره) ئې بولي. بلندره په ځنګلي سيمو کي رواج لري. د ځنګليانو څخه د يوې سيمي د پاکولو ګډ کار هم بلندره بولي. پوهاند رشاد ليکلي دي: (بلندره د بلني له مادې څخه د مېلمستيا معنا هم لري).
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]