هجوم ته بريد ويل کيږي. په قبيله کي د هر چا ټک معلوم دئ، پر دغه ټک چي تېری وسي، هغه بريد بلل کيږي. بريد کول يو جرمي حرکت دئ، دا که د يوه فرد له خوا وسي يا د قبيلې په رابطه د يو شمېر خلکو د خوا اجرا سي، مجازات ئې په قبيلوي نرخ کي ټاکلي دي او د مراتبو د سلسلې په تعقيب ئې جرګه دايريږي او د بريد د عمل کوونکو په باب پرېکړه کيږي. بريد د (تېري) شديده مرحله ده او باالعموم په مسلح ډول کيږي. استاد پوهاند رشاد پر دغه ليکنه په يادداښت کي ليکلي دي: (بريد د ټک (سرحد) معنا هم لري).
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]