Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
لا لغ لم لن لو لڅ لښ
لښک

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

لښکر

د وسله‌والو خلکو ډلي ته لښکر وايي. قومي لښکر د بدۍ او بېرانۍ پر وخت جوړيږي، په دغه لښکر کي بې‌له امتياره د قبيلې هر سړی برخه لري او که د قومي فيصلې په اساس د لښکرو ږغ وسي، که څوک غاړه ځني وغړوي، هغه ته د ولسي قانون سره سم مجازات ور کول کيږي. په دغه مجازاتو کي د کور سوځل او د قبيلې څخه شړل (رټل) هم شامل دي، خو دا هغه مهال چي لښکر د قبيلوي جګړې دپاره ټوليږي او د مهم کار دپاره نه وه، نو پر دغسي سړي چي لښکر ته حاضر سوی نه وي، ناغه ايږدي. په دغسي مواردو کي د غير حاضرعذر اورېدل کيږي او که ئې عذر پر ځای وو، بخښل کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]