Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
لا لغ لم لن لو لڅ لښ
لار لاس

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

لار وهل

لار وهل د غلا په معنا راځي، خو هغه غلا چي د لارو څخه وسي، يعني په لار کي غلا ور څخه وسي. لار وهل سخت جرم دئ، ځکه لار مصؤنه ده او هر څوک چي دغه مصؤنيت ورانوي، قبيلوي قانون هغه محکوموي او په تاوان ور کولو ئې مکلف ګڼي. د لار د مصؤنيت په باره کي قبيلوي مقررات په پامرلنه پالل کيږي او هغه کسان چي دغه امنيت ورانوي، په مجازاتو کي ئې د کور سوځل هم شامل دي. استاد پوهاند رشاد وايي: کنايتاً د تېر ايستلو معنا لري، مثلاً: شيطان ئې لار وهلې ده.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]