Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ګا ګر ګل ګم ګن ګو ګټ ګډ
ګوت ګوج ګور ګوم ګون ګوډ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ګوجر

يوه طايفه ده چي د مومندو او يوسفزو سره يو ځای اوسي او په مالداري اخته وي. په قبيلوي اشرافيت کي ګوجر لوړ ځای نه لري او د ګوجر خطاب هم ښه نه بلل کيږي. دوی خپل تر منځ په يوه خاصه لهجه خبري کوي او ځينو څېړونکو ويلي دي چي دا هغه هندي قبيلې دي چي په هجرت دلته راغلي دي، لکه ډم او نايي د نورو قبيلو په سيوري کي نه اوسي، بلکي په مستقل ډول د مالدارۍ کار کوي. په دوی کي اکثره د ژوندي مالونو سوداګري هم کوي، ځيني ئې په کرنه هم بوخت دي. په سوات کي دوی د وېش په سيسټم کي هم برخه درلوده، خو په سيري‌خورو کي وه، يعني مځکه ئې نه تبديلېدله. ګوجر د کوڼر شاوخوا ته هم استوګنه لري او خپل تر منځ د واده او مړي مراسم پالي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]