Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ګا ګر ګل ګم ګن ګو ګټ ګډ
ګند

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ګنده

د دلاک او سرتراش هغه مزدوري چي د کال په پای کي له کلي څخه ټوليږي (۱)، ګنده نوميږي. دا مزد د حاصل ټولولو پر وخت ور کول کيږي او دا يو حق دئ چي دلاک ئې د قبيلې د غړو پر ذمه لري. په ځينو سيمو کي د نايي مزد هم ورته وايي. په ځينو سيمو کي د حاصل اخيستلو پر وخت ګنده ور کول کيږي او په هغو سيمو کي چي مالداري ئې تر کرني زياته وي، نو د کال د زا (۲) پر وخت دغه ګنده نايي ته ور کول کيږي. (۱): پښتو قاموس، دوهم ټوک، (۱۷۴ مخ). (۲): زا هغه موسم دئ چي ميږي لنګيږي او دا نو د پسرلي موسم دئ.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]