د دوو يا څو کسو تر منځ چي سخړه او اختلاف پيدا سي، نو د مرکې په وسيله دغه اختلاف حل کيږي. په ولسي سويه د قضايي صلاحيت خاونده موسسه ده چي د مدعي عليه تر منځ پر دعوه اظهار نظر کوي، په مرکه کي مرکچي د نرخي په مشوره فيصله صادروي. د مرکې او جرګې توپير دا دئ چي جرګه په لويو قومي مسايلو کي پرېکړه (فيصلې) کوي او مرکه په عادي قبيلوي مسايلو کي جوړيږي. مرکه پر دوه ډوله ده چي يوې ته د ژبي د ښورېدو مرکه وايي او بلي ته د واک مرکه وايي. د ژبي د ښورېدو په مرکه کي دواړه متقابلي خواوي دلايل وايي او مرکچيانو غوږ ورته نيولی وي، خو د واک په مرکه کي مدعي او مدعي عليه اختيار مرکې ته ور کوي او د هغې فيصله به مني.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]