مخی د برابر او مساوي مفهوم ور کوي، مثلاً په قبيلوي نرخ کي وايي چي سپی د سړي مخی دئ؛ معنا ئې دا ده چي که يو څوک د چا سپی مړ کړي، نو دا جرم د سړي د وژلو سره برابر دئ. مخی د ساري سره نژدې مفهوم لري، خو بيا هم توپير سره لري، مثلاً په دې متل کي: «ساری مي يې، خو مخی مي نه يې!». معنا دا چي په قوت که ور سره برابر وي، خو د قبيلې په اشرافيت کي ئې له ځان سره برابر نه بولي. په نرخ کي مخی په ډېرو مواردو کي راځي او د برابرۍ په مفهوم په احکامو کي کار ځني اخيستل کيږي. دا يوه حقوقي اصطلاح ده چي د قصاص پر وخت هم د استعمال مورد لري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]