پښتو قاموس مټيزه هغه ښځه بولي چي د مېړه په طلب د پلار له کوره وتښتي، خو په خاص ډول هغي ښځي ته هم مټيزه ويل کيږي، چي تر واده پخوا د مېړه سره د پلار له کوره وتښتي. د مټيزي او شينګړي يا شيګړي توپير دا دئ چي مټيزه د مېړه په مصلحت تر واده پخوا د پلار له کوره تښتي او شينګړې د مېړه بې مصلحته په مېړه پسي تر واده پخوا د پلار له کوره تښتي. په عمومي اصطلاح کي شنګړۍ تښتندوکې ښځه ده او مټيزه بدي ښځي ته ويل کيږي. (د هر ځايي په مفهوم هم استعماليږي (۱))، مثلاً وايي: نجلۍ ملالۍ سېل دي کاوه، مټيزه ولاړې. (۱): د غلام محي الدين زرمتي يادداښت.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]