Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ګا ګر ګل ګم ګن ګو ګټ ګډ
ګرم ګرو

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ګرمه

ګرمه د ملامتۍ مفهوم ور کوي. ګرم ملامت دئ او ګرمه يعني ملامتي په نرخ کي محکوم عمل دئ او تاوان لري. ګرمه د تېري سره نژدې مفهوم لري، خو دا تېری چي د ګرمي په معنا راسي، په محدود محل کي استعماليږي. کله چي يو سړی پر بل سړي تېری وکړي، هغه ګرمه بلل کيږي. وايي: «ګرمه نه زغمل کيږي». که څوک ګرمه ومني، دا هم د بې‌غیرتۍ او د قبيلوي ژوند د عزت څخه يو منافي عمل دئ. پر چا چي ګرمه و نه سي، هغه بايد د خپلي پلريني مشر ته شکايت وکړي، دا نو د هغه کار دئ چي په ګرمه متهم څه ډول تعقيبوي. د ګرمي کلمه پر ټولو پښتني قبيلو کي په عين کلمه مصطلح ده. په لوېديځو قبيلو کي د ګرمي سره ملامته هم وايي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]