Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ګا ګر ګل ګم ګن ګو ګټ ګډ
ګرم ګرو

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ګرو

ګرو د يرغمل سره نژدې مفهوم لري. کله چي د يوه سړي له بل سړي سره يا د يوې قبیلې له بلي قبيلې سره مدعا پای ته ورسيږي، نو د باور له پاره ګروي سر ور کوي. ګرو باالعموم په مالي موضوعاتو کي استعماليږي او د يرغمل (يرغمال) سره ئې توپير دا دئ چي هغه د قومي اختلافاتو په مورد کي د باور او اعتماد له پاره استعماليږي. استاد پوهاند رشاد پر دغه ليکنه په يادداښت کي ليکلي دي: «يرغمل د اعتبار او اعتماد له پاره د سړي بېول دي او ترکۍ کلمه ده». لکه مال چي په ګروي کي اخيستل کيږي، نو سړی هم په ګروي اخيستل کيږي. البته يرغمل په لويو پېښو کي استعماليږي او ګرو په کوچنيو مسايلو کي د دوو او درو کسو تر منځ د عملي استعمال مورد لري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]