Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ګا ګر ګل ګم ګن ګو ګټ ګډ
ګټل

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ګټل

ګټل د دعوې د ګټلو مفهوم ور کوي، دا نو که د قتل په پېښه کي وي او که په نورو مسايلو کي وي. کله چي پر مدعي بريالی سي، وايي چي خپل مړی ئې وګټی يا ئې ټپ وګټی. (پښتو ګټل) يوه اصطلاح ده او مفهوم ئې دا دئ چي پښتو ګل د هر پښتانه وظيفه ده، يعني پښتو بايد وساتئ. د قبيلو په جرګه کي چي کله پرېکړه صادره سي، نو وايي ګټل د پلانګي خوا ته دي. دلته هغه خوا يادوي چي فيصله ئې طرف ته په ګټه تمامه سوې وي. که د يو چا ورور يا پلار وژل سوی وي او زوی يا ورور ئې غچ واخلي او مدعي مړ کړي، نو داسي هم وايي چي ورور ئې وګټی يا پلار ئې وګټی، يا دغه کسان په نامه يادوي، مثلاً وايي: سدو ئې وګټی.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]