Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ګا ګر ګل ګم ګن ګو ګټ ګډ
ګاي ګاړ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ګايه

په کاکړۍ اصطلاح کي خبري، قول او وعدې ته ګايه ويل کيږي. له ګايي څخه تېرېدل د مړاني نخښه نه ده، هر څوک بايد پر خپله ګايه ودريږي. په ګايه ملامت پړ بلل کيږي. ګايه د ژبي، خولې او پښتو په شان د کلک عزم نماينده‌ګي کوي. کوم سړي چي ګايه وکړه، نو تر سر او مال تېريږي، خو تر خپلي ګايي نه تېريږي. ګايېدل مصدر دئ، چي د ږغېدلو او خبري کولو معنا ور کوي. په مجلس کي چي يو سړي ته وايي: «وګايېږه!)، معنا خبري وکړه، خو کله چي د قول، وعدې او تصميم په برخه کي ګايه استعماليږي، نو وايي: «ګايه مي کړې ده» يا وايي «پر ګايه نه را سره ودرېدی»، «له ګايه څخه ګرځېدل د پښتانه خوی نه دئ». ګايه زياتره په کاکړو کي رواج ده، په نورو ځايونو کي خبره، ژبه، خوله او پښتو د ګايي پر ځای استعماليږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]