Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
کا کر کش کف کل کن که کو کټ کږ
کهو

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

کهول

کورنۍ ته کهول ويل کيږي او کهول د قبيلې يوه مهمه کړۍ ده. په ځينو مواردو کي د کهول کلمه په پراخ مفهوم استعماليږي او د کهولونو مجموعې ته کهول ويل کيږي، لکه په منګلو کي پتی کهول او عمر خان کهول. کهول د کورنۍ د غړو هغي مجموعې ته وايي چي په اصطلاح پر يوه نغري را ټوليږي. په آريايي ټولنه کي کهول د (کهولا) په نامه سره موجود وو او تر اوسه هم په جنوبي پښتني قبيلو کي د کهول په نامه ياديږي او لوېديځي قبيلې (کوول او کاله) ورته وايي. کهول هم کورنۍ ده، يعني په ټاکلي حدودو کي چي درې نسله احتوا کوي، خو په پراخ مفهوم کي داسي يو قبيلوي واحد ځني جوړ سوی دئ، چي يو شمېر کورنۍ په ځان را کښېباسي، لکه په منګلو کي (عمر خان کهول او پتی کهول). دا به غالباً چي د کهول د پراختيا يو واحد وي چي د کهول (د کورنۍ په مفهوم) او د پښې تر منځ ئې ځان نيولی دئ. دغسي لوی کهولونه په آريايي ټولنه کي هم وه او دا کهول به هم يو مشر درلود. اوس هم چي کله د پښې په واحد کي د مرکې ضرورت پېښيږي، نو د کهولونو نماينده‌ګان ورته ټاکل کيږي. د کورنۍ په مفهوم چي کهول استعمال سي، نو هغه د کورنۍ هغه غړي په ځان کي را ټولوي، چي پر يو نغري را ټوليږي او دا درې نسله -نيکه، پلار او لمسی- وي او په يوه کلا کي اوسي، خو کله چي کهول په پراخ مفهوم لکه د (منګلو) په (عمر خان کهول) او (پتی کهول) کي چي استعمال سي، نو هلته په کهول کي تر لس نسله پوري هم احتوا کوي او په بېلو بېلو کلاوو کي اوسي. په دغسي مورد کي د کهول او کلي تر منځ هم يوه رابطه ښيي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]