Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
کا کر کش کف کل کن که کو کټ کږ
کلا کلی

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

کلانتر

په هر خېل کي چي د قبيلوي پېښو د حل او فصل له پاره يو مشر ټاکل کيږي، هغه ته کلانتر وايي. دغه کلانتران په يوه غونډه کي خپل له منځه يو سړی ټاکي چي هغه ته (مير) وايي (۱). دغه اصطلاح په اورګون کي ده او کلانتران باالعموم د ځنګلونو د ساتني په کار کي فعاله وظيفه لري. مير او کلانتران يوه خپل اختياره اجرائيه قوه تشکيلوي چي جرګه ئې هم تر نفوذ لاندي وي. په هغو سيمو کي چي د لرګو تجارت ورغلی وي، مير او کلانتران خپل تر منځ په دوامداره ډول جوړوي او په دې برخه کي جرګه او مرکه له رواجه هم لوېدلې وي، تر مير دا لاندي کلانتران د نفوذ په لحاظ يوه قوي ډله جوړوي. (۱): د ۱۳۵۲ش. کال د فولکلور د مجلې دوهمه او دريمه ګڼه، (۵۵ مخ)
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]