کلا هغه لوی کور دئ چي اکثره لوی کهولونه پکښي اوسي. کلا برجونه لري او په هغه کي محافظين کښيني. په قبيلوي روابطو کي کلا د خان او بانفوذه مشر د اوسېدلو ځای وي، څوک چي کلا لري، هغه په قبيله کي نفوذ هم لري. د قبيلوي جوړښت د واحدونو څخه د پښې په جوړښت کي کلا ډېر لوی ځای لري. څنګه چي اوس پښې هم ډېره پراختيا موندلې ده، نو اکثره د پښې او کهول تر منځ چي کوم واحدونه منځ ته راځي، هغه د کلا په جوړښت مشخص کيږي، مثلاً: تر نيکه پورته چي چا کلا جوړه کړې وي، د هغه نوم د خپل قبيلوي هويت په ارتباط يادوي، لکه په دولتزيو کي (حليمکلا) (۱). حليم کلا جوړه کړه او د دولتزيو د پښې هغه برخه چي حليم ته منسوب دي، ځانونه ئې د حليمخېل په نامه ياد کړل. (۱): حليم کلا د ګردېز جنوب ختيځ ته په شپږ کيلو مترۍ کي د ښاروالۍ مربوطه ناحيه ده.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]